Mar 20, 2024 12:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر عربستان ته ورغلی

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په یوه نه اعلان شوي سفر کښې عربستان ته تللی او هلته یې له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړي دي.

سعودي عربستان ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر د نه اعلان شوي سفر د هدفونو په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي خو له عربستان څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د اسلام اباد مخینې او دغه راز د پاکستان د ډالري زیرمو له ښه کیدا سره د مرستې لپاره د پاکستان په مرکزي بانک کښې د ریاض څو میلیارډه ډالره  کیښودلو ته په پام سره داسې هیله کیږي چې پاکستان یوځل بیا د سعودي عربستان مالي مرستو ته سترګې نیولي دي.

په تیرې شنبې ورځ هم د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له محمد شهباز شریف سره په ټیلي فوني خبرو کښې د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه د هغه د انتخابیدا په اړه مبارکي ورکړه او له اسلام اباد سره د اړیکو د پراخولو لپاره یې د ریاض چمتووالی اعلان کړ.

د پاکستان له لومړي وزیر سره د عربستان د ولیعهد له ټیلي فوني خبرو وروسته په  اسلام اباد کښې ډيپلوماټیکو سرچینو وویل چې محمد بن سلمان به له روژې میاشت وروسته پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

 

ټیګونه