پاکستان د امریکا لاسوهنې ته غبرګون وښود
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» د انرژۍ په برخه کښې د ایران او د پاکستان د ملګرتیاو په هکله د امریکا د یوه چارواکي د لاسوهونکو څرګندونو په خاطر په واشنګټن نیوکه وکړه.
هغې پرون په اسلام اباد کښې په اونیز خبري کانفرنس کښې د انرژۍ په برخه کښې د ایران او د پاکستان د ملګرتیاو پرضد د امریکا د خارجه وزیر د مرستیال «ډونالډ لو» لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل اسلام اباد له نورو هیوادونو سره مشورې کولو یا د بایکاټونو معاف کولو ته ضرورت نلري او اسلام اباد کاملا د ایران او د پاکستان د ګازو د ګډې مهمې پروژې اجرا کولو ته ژمن دی.
ممتاز زهرا بلوچ ټینګار وکړ د ګازو د نل لیکې د پرمخ بیولو او د پاکستان په خاوره کښې د پایپ لاین د جوړولو لپاره د اسلام اباد د حکومت وروستۍ فیصله یوه خپلواکه او ازاده فیصله ده او د پاکستان په خاوره کښې به زر د ګازو د نل لیکې د جوړولو عملیات اجرا شي.
د امریکا د خارجه وزارت مرستیال« ډونالډ لو» چې مخکې یې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له واک څخه په لیرې کولو کښې هم مهم رول لرلی دی په تیرې چهارشنبې ورځ د ولسي جرګې کانګرس د بهرنیو چارو د فرعي کمیټۍ د غړیو په غونډه کښې د ایران او د پاکستان د ګازو د ګډې پروژې د بندولو لپاره د واشنګټن د کارړنګونو په دوام کښې ادعا وکړه چې امریکا د ګازو د پروژې په هکله له پاکستان سره په تماس کښې دی.
په پاکستان کښې د ګازو او د تیلو له ډیر کمښت او لوړو بیو سره سره پاکستان ته د ګازو د انتقال د تر ټولو مهمې پروژې چې د سولې په پایپ لاین مشهوره ده له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د رسولو پروژه په اسلام اباد باندې د امریکا په شمول د ځینو خارجي قدرتونو او د ځینو عربو هیوادونو په دباو سره تراوسه نه ده اجرا شوي.
دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان له قطر څخه د مایع ګازو د واردولو په شمول له بیلابیلو لارو څخه د هیواد د ضرورت وړ انرژۍ د پام وړ برخې د تامینولو لپاره زیاتې پیسې لګولي دي.
د ایران ګاز د پاکستان لپاره تر ټولو ارزان ګاز ګڼل کیږي.