پاکستان او افغانستان کښې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونه ورکول کیږي
(last modified Fri, 23 Aug 2024 08:18:29 GMT )
Aug 23, 2024 12:48 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان کښې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونه ورکول کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی راتلونکي میاشت به پاکستان او افغانستان کښې ماشومانو ته د پولیو یعني د ګوزڼ واکسینونه ورکړل شي.

د پاکستان چارواکي وايي چې د افغانستان او د پاکستان په سرحدونو کښې د خلکو تګ راتګ په بلوچستان صوبې کښې د پولیو د لسګونو موردونو د  موندل کیدا سبب دی.

پاکستان او افغانستان په دنیا کښې یوازني دوه هیوادونه دي چیرې چې اوس هم د ماشومانو د ګوزڼ یعني پولیو ناروغۍ شته.

د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهسې پاکستان کښې تراوسه د پولیو ناروغۍ  د شپاړسو موردونو د پیدا کیدا راپورورنه ورکړل شوي دي چې دولس موردونه یې په بلوچستان  صوبې کښې وو.

د پاکستان بلوچستان صوبه د افغانستان له پینځو ولایتونو سره سرحدونه لري.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د بیړنیو عملیاتو مرکزي غږملونکي انعام الحق قریشي  پرون په یوه خبري کانفرنس کښې وویل په ټول هیواد کښې به د پولیو د واکسینونونو ځانګړی کمپاین د سپتمبر د میاشتې په نهمه نیټه پیل شي.

هغه وویل د پاکستان د بلوچستان صوبې په شپږدیرشو سیمو کښې به  ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونه ورکړل شي او په همدې ورځ به په افغانستان کښې هم د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

انعام الحق وویل چې د پاکستان چارواکي د پولیو ویروس په هکله د غږملتیا لپاره په قندهار ولایت کښې د افغانستان له چارواکو سره په تماس کښې دي.

د پاکستان چارواکي انعام الحق قریشي وویل چې روان کال په بلوچستان صوبې کښې د دولسو ماشومانو چې د پولیو ویروس یې درلود درملنه وشوه او درې پکښې مړه هم شول.

هغه وویل دغه  چاره ښودنه کوي چې پولیو یو وژونکي ویروس دی.