هېڅوک له طالبانو سره د مخامخ خبرو اجازه نه لري
(last modified Fri, 13 Sep 2024 07:14:59 GMT )
Sep 13, 2024 11:44 Asia/Kabul
  • هېڅوک له طالبانو سره د مخامخ خبرو اجازه نه لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا صوبې د اعلی وزیر علي امین ګنداپور څرګندونې په کلکه ټکو غندلې دي.

پاکستاني رسنیو پرون  راپور ورکړی چې د پاکستان دفاع وزیر د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر له خوا له طالبانو سره مخامخ خبرې د دغه هېواد پر فیډرالي نظام برید بللی دی.

د  پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې  اعلی وزیر ویلي چې نوموړی به مخامخ په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې وکړي او د اسلام‌اباد پالیسیو ته پاملرنه نه کوي.

ګنداپور زیاته کړې چې خلک یې هره ورځ وژل کېږي او نور دا وضعیت ورته د زغملو نه دی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر ټينګار کړی چې د ټي‌ټي‌پي له خوا ناامني ډېره شوې او زیاته کړې ده چې د خپلې  صوبې  په استازولۍ افغانستان ته پلاوی استوي او غواړي چې مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د پاکستان دفاع وزیر بیا د دغه صوبې د اعلی وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي څوک نه شي کولای له نورو هېوادونو سره مخامخ خبرې وکړي.

د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي جنګیالي په افغانستان کې دي او د دغه هېواد له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي؛ خو طالبانو دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.