آیا امریکه له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې جدی ده؟
زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې د امریکې د دفاع وزارت په یو رپوټ کښې چې د دغه هېواد کانګرېس ته یې وړاندې کړ ویلی دی چې په پاکستان کښې د ترهه ګرو د پټېدو ځایونه موجود دی
او له دغه هېواده یې غوښتی دی چې د طالب او حقانی ډلو په خلاف دې جدی اقدامات وکړی.
د امریکې د دفاع د وزارت د رپوټ له مخې د طالب او حقانی ډلو په خلاف د پاکستان د جدی اقداماتو نه کول د دې سبب شول چې د اسلام اباد او واشنګټن تعلقات د سړېدو لوری ته روان شی او له پاکستان سره د امریکې مرستې هم اودریږی. دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د دغه هېواد له سرکاری ټیلی ویژنی چېنل سره په یوه مرکه کښې ویلی دی چې هېواد یې بې له څه تفاوته د ترهه ګرۍ په خلاف مبارزې ته دوام ورکوی.
هغۀ همدارنګ د پاکستان د اېټمی پروګرام موضوع ته هم په اشارې سره هم وویل چې امریکه په دې لټه کښې وه چې د پاکستان اېټمی پروګرام اودروی چې د دغه هېواد حکومت دې ته تیار نه شو چې په دې زمینه کښې له امریکې سره معامله وکړی.
باید وویل شی چې سرتاج عزیز دوه ورځې مخکې په واضحه توګه ویلی وو چې امریکا یو بې اعتماده دوست دے او هر وخت چې کار ولری دوستی کوی او کله چې یې کار ترسره شی نو شا کوی.
په دې اړه چې امریکه د طالب او حقانی ډلو په خلاف د مبارزې په تقاضا کولو کښې څومره جدی ده زمونږ رېډیوپه دې اړه د ټیلفون له لارې د افغانستان د ولسی جرګې د غړی ګل باچا مجیدی نظر وپوښتۀ چې د امریکې په اړه د بې اعتمادۍ په څرګندولو سره یې وویل چې دغه هېواد له ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې هیڅکله جدی نه ؤ او اوس هم دا نه غواړی چې له ترهه ګرۍ سره تش په نامه جنګ ختم شی او دا چې له پاکستان څخه د طالب او حقانی ډلو په خلاف د جدی مبارزې غوښتنه یې کړې ده د ګل باچا مجیدی د وېنا له مخې له دې وروسته وو چې ځینو لویدیځو هېوادونو له پاکستانه وغوښتل چې له ترهه ګرۍ سره په مقابله کښې جدی شی چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په شعارونو کښې وروسته پاتې نه شی چې زیاتره د عامه افکارو د غولولو او سیاسی اړخ لری.
ګل باچا مجیدی په افغانستان کښې د امریکائی ځواکونو د بمباریو عملیاتو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ترهه ګرۍ نطفه په پاکستان کښې ده نو پکار نه دی چې د افغانستان بې ګناه خلق د ترهه ګرو په بهانه بې ځایه بمباری او قتل عام کړې شی.
د افغانستان د ولسی جرګې دغه غړی په افغانستان کښې د امریکې لخوا د جنګ د دوام د علت په اړه زیاته کړه، امریکه په سیمه کښې یو لړ اهداف لری او د دغو اهدافو د پوره کولو لپاره پکار دی په افغانستان کښې جنګ دوام ولری او کېدې شی د دغه جنګ لمن نورو هېوادونو ته هم وغزوی. د مجیدی د وېنا له مخې روسیه، چین، مېنځنۍ اېشیا او ایران د امریکې د تسلط غوښتونکو اهدافو یوه برخه ده.
خو د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پیپلز پارټۍ عمومی سېکتر بسم الله خان کاکړ د طالب او حقانی ډلې په خلاف له پاکستان څخه د امریکې د تقاضا په اړه زمونږ رېډیو ته وویل چې دا له یوې بهانې نه زیات څه نه دی چې امریکه غواړی له دې لارې په پاکستان کښې د چین د اقتصادی پروګرام په اړه او همدارنګ د اېټمی پروګرام د اودرولو یا د نه پراخولو په اړه اسلام آباد تر دباو لاندې راولی.
دغه پاکستانی سیاستوال د چین د اقتصادی پروګرام چې ټاکلې شوې ده په پاکستان کښې اوۀ څلوېښت میلیارډ ډالره ولګوی په حقله وویل چې امریکه اصلاً په پاکستان کښې د چین د اقتصادی پروګرام پراختیا او ګرمو اوبو ته د چین رسېدو ته راضی نه ده.
د کاکړ د وېنا له مخې امریکه به په پاکستان کښې د چین د اقتصادی پروژې د ناکامولو لپاره له خپلو مختلفو حربو څخه کار واخلی او کېدې شی د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې له موجودو ترهه ګرو یا په دغه صوبه کښې له ازادی غوښتونکو ډلو څخه په استفادې سره په پاکستان کښې د چین له اقتصادی پراختیا څخه مخنیوے وکړی.
هغۀ د پاکستان د واکمنانو کمزوری په خپل هېواد کښې د امریکې د مداخلت علت وبلۀ او وې ویل چې د پاکستان واکمنان د امریکې د مالی مرستو په نشه اخته دی او تل یې امریکې ته دا فرصت ورکړے دے چې په هره طریقه وی له پاکستانه استفاده وکړی.
-----------