د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه تجارت له ترینګلتیاؤ سره مخ شوی
د پاکستان د تجارت او صنائعو د کوټې مشر په یوې اعلامیې کې له افغانستان سره ددغه هیواد د تجارت د بحراني وضعیّت په باب اندیښنه ښودلې او ددواړو هیوادونو دتجارتي لارو د پرانیستو لپاره ئې د فوری اقداماتو غوښته کړې ده.
تسنیم خبری آ ژانس راپور ورکړی، د پاکستان د تجارت او صنائعو د کوټې مشر فضل مقیم خان په یوې اعلامیې کې له افغانستان سره د دوو اړخیز او ټرانزیټي تجارت اندیښمنونکي وضعیّت ته اشاره کړې او ټينګار ئې کړی دی چې په تیرو څو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان دتجاري لارو بندیدا،د تجارت پر حجم او اندازې اوڅاره اغیزې شیندلي او دا ئې تریوه بحراني حالته رسولی دی.
هغه ددواړو هیوادونو د تجارت د اندازې اوڅاره کمیدا باندې د اندیښنې په څرګندولو سره د سرحدي لارو د پرانیستو لپاره د پاکستانیو چارواکو د فوری اقدام غوښته کړې ده.
د پاکستان د تجارت او صنائعو د کوټې مشر همداراز ووئيل،دوه اړخیزه تجارت او صادرات ددغولارو د تړل کیدا په دلیل تقریبا پاي ته رسیدلي دي او باید د تاجرانو د لازیات تاوانونو مخه ونیول شي.
له بل پلوه یوه پاکستاني تاجر زاهدا... شینواري هم آریانیوز ته په دې زمینې کې ووئيل؛د پاکستان-افغانستان دسترو سرحدي لارو تړل کیدا ،ددواړو هیوادونو پر تجارت ډيرې زیاتې منفي اغیزې شیندلي او ددوه اړخیز تجارت اندازه ئې هم ډیره کمه کړې ده.ډیری کارپیژاندي وائي شرائطوته په پام سره داسې ښکاري چې د دوو اړخیزو تجارتي لارو چارو د احیاء او دتجارتي لارو د پرانیستو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمینځ ملګرتیا او تعامل یوه ضروري او حیاتي چاره ده .