د ایران او پا کستان د ګاونډیو صوبو کلتوری راشه دیرشه زیاتیږي
(last modified Sun, 13 Oct 2024 01:43:03 GMT )
Oct 13, 2024 06:13 Asia/Kabul
  • د ایران او پا کستان د ګاونډیو صوبو کلتوری راشه دیرشه زیاتیږي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران  کسنولګرۍ او کلتوری خونې مسئول  او کلتوري آتاشي سید ابوالحسن میري  د پاکستان د پلوچستان  دصوبائي جرګې له مشر عبدالخالق  اڅکزي سره کتنه  کړې او دواړو په علمي ، پوهنتوني ،کلتوري  حوزو کې  او د اغیزشیندونکو ځوانانو او میرمنو  د توانمنیو  دملاتړ په حوزو کې  ددواړو ګاونډیو  صوبو  د ملګرتیاؤ  په باب سره خبرې اترې وکړې.

ایرناخبری اژانس له اسلام اباده راپور ورکوي، د پاکستان د بلوچستان صوبې  او د ایران د اسلامی جمهوریت د  ګاونډي صوبې په توګه د سیستان او بلوچستان ولایت ترمینځ دهمغږئ په لړ کې،به د کلتوري او تعلیمي برخو  په تیره بیا د میرمنو د پلاؤ راشه دیرشه  ددواړو هیوادونو ترمینځ اغیز شیندونکي شي.

په راپور کې وئيل شوي دي، د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې د ایران  کسنولګرۍ او کلتوری خونې مسئول  او کلتوري آتاشي سید ابوالحسن میري  د پاکستان د پلوچستان  دصوبائي جرګې له مشر عبدالخالق  اڅکزي سره کتنه  کړې او دواړو په علمي ، پوهنتوني ،کلتوري  حوزو کې  او د اغیزشیندونکو ځوانانو او میرمنو  د توانمنیو  دملاتړ په حوزو کې  ددواړو ګاونډیو  صوبو  د ملګرتیاؤ  په باب سره خبرې اترې وکړې.

د ایران د کلتوري خونې  مسئول  په دغې کتنې کې د ځوانانو او دغه راز د اغیزشیندونکو میرمنو د توانمیدا ، تعلیمي،ساینسي او کلتوري مراوداتو د پیاوړتیا لپاره د ایران د نمایندګۍ دنوي نوښت  خبر و رکړ او وې وئيل؛ ددواړو هیوادونو د ولسی پیوندونو څخه  د لازیاتې استفادې او د ګډو ګټو دترلاسه کولو لپاره به ،د ایران او د پاکستان بلوچستان صوبې ترمینځ  دپلاؤ  مبادله زیاته شي.

میري،د فلسطین له مظلوم ملته د پاکستان د ولس او حکومت پیاوړي دریځونه  او دوامدار ملاتړونه په تیره بیا له فلسطین سره د پیوستون د ورځې  په توګه  د اکتوبر د اومې ورځې په درنښت کې د اسلام اباد د نوښت قدرونه وکړه.

د پاکستان د بلوچستان دصوبائی جرګې مشر  هم  دایران له اسلامی جمهوریت سره  د ګاونډیتوب اوښو اړیکو  په مهم بللو سره  ددواړوهیوادونو ترمینځ  د مراوداتو په پياوړتیا کې  د ایران د کلتوري نمایندګۍ  دنوښتونو ملاتړ وکړ.

 

ټیګونه