د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران حق محفوظ دی
(last modified Tue, 29 Oct 2024 11:00:48 GMT )
Oct 29, 2024 15:30 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران حق محفوظ دی

د پاکستان د پارلیمان استازي د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په حق باندې ټینګار وکړ.

سحاب د ایرنا په قوله لیکلي چې د پاکستان د پارلیمان غړي مرزا اختیار بیګ، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسرائیلو د رژيم د بلاغوښتنو او په ایران باندې د دغه رژیم د وروستي تیري ګر اقدام له امله په لویدیځې آسیا کښې د جنګ پراختیا د نړیوالې صلحې او امنیت په تیره بیا د انرجۍ د تامین لپاره خطرناکې پایلې لري، زیاته کړه: د ملګرو ملتو د امنیت شورا په شمول نړیواله ټولنه دې د خبرپاڼې له صادرولو پورته او له دوه ډوله کړنلارې پرته، باید د اسرائیلو د رژيم خلاف د ایران په روا اعتراض غور وکړي.

دغه پاکستاني سیاستوال همداشان د ایران خلاف د صهیونیسټي رژیم د تیري ګر اقدام او په دې هکله چې نړیوال سازمانونه باید دغه نیواکګر رژیم د نورو هیوادونو خلاف د خپلو خطرناکو کړنو په وجه ځواب ورکولو ته مجبور کړي، وویل: نن د نړۍ ولسونه راويښ شوي دي او د صهیونیسټي رژیم د تیریو په اړه ډیر اندیښمن دي.

د پاکستان د جماعتِ اسلامي مرستیال مشر «لیاقت بلوچ» تهم د ایران خلاف د صهیونیسټي رژیم د وروستي شرارت په غندلو سره وویل: د اسرائیلو رژيم د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو په مرستې سره، په سیمه کښې د اور بلولو په تکل کښې دی.

د پاکستان دغه دیني چارواکي څرګنده کړه چې د ایران په خاوره د اسرائیلو د رژيم تیری، د نړیوالو قوانینو او د ایران د حاکمیت خلاف ورزي وه او د صهیونیسټي رژیم د د جنایتونو دوام چې د امریکې او لویدیځ په مرسته ترسره کیږي، د لویدیځوالو او صهیونزم اصلي څیري نړۍ ته په ډاګه کړې ده.