ایران او پاکستان په ننګونو باندې د برلاسي جدي هوډ لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند له فرصتونو د ګټه پورته کولو او په شخړو باندې د برلاسه کیدو په لړ کښې د غږملتیا او کوټلې همکارۍ لپاره د ایران او پاکستان په جدي او حقیقي ارادې ټینګار وکړ.
اسماعیل بقايي تیره شپه په خپل ایکس کښې ولیکل: د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا په خپلې ایکس پاڼې ولیکل: د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په هکله د پاکستان له جګپوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره ډیرې جامع، ګټه ورې او ژورې خبرې اترې کړې دي.
بقايي ولیکل: ایران او پاکستان د اسلامي امت د دوو مهمو غړو په توګه او د ډیرو ژورو تاریخي، کلتوري، دیني او تمدني جرړو په لرلو سره، د موجودو فرصتونو او ننګونو په اړه ډیرې نزدې او ګډې لیدتوګې لري.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې خبرې سره چې په اقتصادي، سوداګرۍ او د انرجۍ او همداشان د سرحدي امنیت د زیاتولو او له ترهګرۍ سره د مقابلې په برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتیا یو ضرورت دی چې ایراني او پاکستان دواړه لوري پرې ټینګار لري، یادونه وکړه: د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د آرمان او همداشان د ایران خلاف د صهیونیسټي رژیم د وروستي تیري د سختې غندنې په هکله د پاکستان اصولي او پخواني دریځونه ستايي.