په اسلام اباد کښې د پاکستان د پوځ ځواکونه دیره شوي دي
(last modified Mon, 25 Nov 2024 23:58:58 GMT )
Nov 26, 2024 04:28 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کښې د پاکستان د پوځ ځواکونه دیره شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کښې پوځیان دیره شوي دي او د کورنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه هم خپره کړي ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه خبر پاڼه کښې ویلي دي پوځیانو ته دغه حکم ورکړل شوی دی چې د ورانکارو کسانو په لیدو سره سملاسي په هغوې ډزې وکړي.

بل خبر دا چې د پاکستان د اسلام اباد په سرینګر هايي وې کښې یو شمیر کسانو په رینجرز ځواکونو باندې د ګاډي په خیژولو سره څلور کسان  چې درې یې رینجرز ځواکونه دي وژلي او پینځه رینجرز او پولیس ځواکونه یې سخت ژوبل کړي هم دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو وویل چې د ورانکارو لخوا په پولیسو او رینجرز ځواکونو باندې حملو کښې تراوسه د رینجرز ځواکونو څلور او د پولیسو دوه غړي وژل شوي دي او له سلو زیات پولیس ځواکونه ژوبل شوي چې ډیرې یې مرګي حاله دي.

په داسې حال کې چې د تحریک انصاف د احتجاج کوونکو کاروان اسلام اباد ته رسېدلی، له امنیتي کسانو سره د اخ و ډب پر مهال دوه پولیس وژل شوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې "د مرمۍ ځواب په مرمۍ ورکول اسان وو" خو پولیس د مرمۍ ځواب په ربړینه ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګاز سره ورکړ.

د مبشر بلال په نوم د وژل شوي پولیس په اړه ښاغلي نقوي وویل، "کومو خلکو چې دغه اعتراض کوونکي راغوښتي دي، هغه یو هم نه پرېږدو. پر دوی ټولو به عریضه کېږي او مسوولو کسانو  ته به ریښتېني جزا ورکړل شي."

د پنجاب پولیسو یوه افسر ډاکټر عثمان انور ویلي چې د احتجاج کوونکو د مخنیوي پر مهال ۱۱۹ امنیتي کسان ژوبل شوي دي چې ځينې يې "سخت ټپيان" شوي او له ډلې يې د دوو حالت نازک دی.