د افغانستان او پاکستان حالات په تیرې اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155024-د_افغانستان_او_پاکستان_حالات_په_تیرې_اونۍ_کې
د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ...سره دخپل ملګري ... د پاکستان او افغانستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی، په پيل کې  درته ددغو هیوادونو په تیرې اونۍکې د ځينو موردونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیامو همرابولوو،دځينو پیښو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2024-12-07T05:25:45+00:00 )
Dec 07, 2024 09:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان حالات په تیرې اونۍ کې

د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ...سره دخپل ملګري ... د پاکستان او افغانستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی، په پيل کې  درته ددغو هیوادونو په تیرې اونۍکې د ځينو موردونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیامو همرابولوو،دځينو پیښو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/

په ایران کې د افغان مهاجرینو د ماشومانو دز ده کړو  آسانتیاوې

*/*/*/

په افغانستان کې د ایران  دنوي سفیر ټاکل کیدا

*/*/*/*/

د ایران مشهد ته د پاکستان د خارجه وزیر سفر او د اکو غونډه

*/*/*/

په افغانستان کې د انجونو په طبي انسټيټیوټونو کې پر داخلې بندیز او داسلامی ملګرتیاموسیسې غبرګون په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځینی مهمې پيښې  وې ،نو اوس مو هم دځينو موردونو په باب رابولوو، د تحلیلي برخې آ وریدو ته .

************************ 

=  په تیرې اونۍ کې د ایران د  اسلامی   جمهوریت د کورنیو چارو د بهرنیو وګړو او مهاجرینو د  چارو  د برخې مشر دافغان وګړو د زده کونکو د حضوري  زده کړو او د نامو د  ثبتولو لپاره  د ایران د ښونځیو د ظرفیّت بشپړولو ته په اشارې سره ، ددغو محصیلینو د انټرنیټي زده کړې د پلان د اجرا لپاره د موبایلونو او ټپلیټونو پشمولو د  انټرنیتي زده کړې دد آوزارونو  د ترلاسه کولو غوښته کړې ده.  

نادر یار ا حمدي د ایران په اسلامی جمهوریت کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ د نمایندګۍ د دفتر له مشر یومیکو ایشیکاوا تاکاشیما سره په  کتنې کې  چې  له کډوالو  څخه د ملاتړ  د چارو د پرمخ بیولو لپاره د لازمې غږملتیا  په موخې سره  ترسره شوې ،ووئيل؛ ایران  د درملنې او و رغتیا په برخې د پلانونو او هم د سلامتیا د بیمو ترملاتړ لاندې د کسانو  د شمیر د زیاتولو لپاره  د ایران په اسلامی جمهوریت  کې د کډوالو په  چارو کې  د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ  د نمایندګۍ ددفتر  ځانګړي ملاتړ ته  اړتیا لري.

یار احمدي  د افغانستانی کډوالو  څخه د ایران د اسلامی جمهوریت دڅه دپاسه څلورو لسیزو  کوربتوب ته په اشارې سره  له تاکاشیما وغوښتل، د اوکراین د شخړې  له امله سیاسی مشکلاتو ته په پام سره ، دکډولو ملاتړو هیوادونو په تیره بیا د ملګروملتو مالی مرستې دې کمې نشي او د مالی سرچینو د جذبوړلو لپاره دې  هڅې نوره هم زیاتې کړي.

یومیکو ایشیکاوا تاکاشیما هم په ټولو چارو کې په تیره بیا د پروژو  په میداني لیدوکتو کې لازمو غږملتیاؤ او ملګرتیاؤ په زمیې کې د ایران د اسلامی جمهوریت له حکومته په قدرونې سره،په رضایت څرګندولو سره،په دې زمینې کې د لازیاتې ملګرتیا د دوام  غوښتونکی شو.

تاکاشیما د افغان زده کونکو لپاره د آنلاین زده کړې د پلان په هرکلي او ورڅخه په ملاتړ سره او په دې په ټينګار سره چې ګډې ملګرتیاوې د پناه غواړو په ملاتړ کې اغیزشیندونکي کیدلی شي،په مختلفو حوزو کې ئې د خاصو موضوعګانو لپاره د کارپيژندنې د ناستو غوښتنه وکړه.

په تیرې اونۍ کې د ایران اسلامی جمهوریت له افغانستان سره د مناسباتو د پیاوړتیا او پراختیا لباره  خپل یو تجروبه لرونکی ډيپلوماټ علی رضا ببیګدلي  په کابل کې د ایران د نمایندګۍ د نوی سرپرست په توګه معرفی کړ. بیګدلي  له دې مخکې په قزاقستان کې د ایران شارډزافیئر، په آذربایجان جمهوریت کې دایران سفیر، په قبرس  او ترکیې هم د ایران سفیر پاتې شوي دی. دغه ایراني ډيپلوماټ تیره اونۍ  کابل ته په  تلو سره خپل فعالیتونه رسما پیل کړل.

علی رضا بیدګدلي  د حسن کاطمي قمي جانشین شوی چې  له ۱۴۰۰لمریز کال څخه  د افغانستان په چارو کې  د ایران د اسلامی جموهوریت د ولسمشر  د ځانګړي نماینده په توګه منصوب شوی او  د ۱۴۰۱ لمریز کال په سلواغې میاشتې کې ددغې څوکۍ په ساتلو سره ،په کابل کې د ایران د سفارت مشري هم په غاړه  واخسته.

کاظمي قمي په دغې مودې کې د ایران او افغانستان  د اړیکو د سکندر په توګه د ملګرتیاؤ  د پراختیا په لاره کې ښه  اقدامات او فعالیتونه  ترسره کړل.

علیرضا بیګدلی هم افغانستان ته په واریدیدا سره ټينګار وکؤ،د ایران د اسلامی جمهوریت لومړیتوب له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اړیکو پراختیا ده.

 په کابل کې دایران د سفارت نوي سرپرست  همداراز خپل  هیواد ته  له ایرانه د افغان کډوالو د بیرته ستنید اپه ضرورت باندې په ټينګار سره  ووئيل؛ هغه مهاجرین چې  په غیرقانوني توګه ایران ته وارد شوي دي،غواړو، خپل هیواد ته دې بیرته وګرځي.

       په افغانستان کې د خپلې نمایندګۍ ددفتر د مشر په ځای په ځاي کولو کې دایران د خارجه وزارت  د معمول په اساس اقدام ،داړیکو په بهیر کې د مهمو بدلون  درامینځةکولو، په اړیکو کې د لازیات خوځښت د راوستو او د یوه بل تجروبه کار ډيپلوماټ له توانمنیو څخه د استفادې په موخې سره  ددواړو هیوادونو د اړیکو او ددوو ملتونو د دوستانه مناسباتو فضا ته دوه برابره  انرزي  وړاندې کولو او د تازه روح د پوو  کولو په معنا کیدلی شي.

د افغانستان او د ایران د اسلامی جمهوریت اړیکې او مناسبات،له افغانستانه د امریکائي نیواکګرو  له وتلو او  له څه دباسه درو کلونو راهسې  او په دغه هیواد کې د سرپرست حکومت  واک ته په رسیدا پسې د دوو ګاونډیو ،مسلمانو هیوادونو او ملتونو په توګه  په ډيرو ګډو کلتوري ، دیني او  ژبنيو مشترکاتو  سره  نوي مرحلې ته داخلې شوي دي  او له دې ورتیر چې  ددغه هیواد اوسني واکوالان  له کومې ډلې او یا کوم سیاسی اوقومي لوری څخه دي ، هغه څه چې  په لومړی درجې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  لپاره  مهم دي،د دوو ملتونو ترمینځ  د دوستانو اړیکو او مناسباتو  پیاوړتیا ده.

 د اسلامی انقلاب  د بریالیتوب له وخت راهسې په تیرو لسیزو کې،  د ایران او افغانستان اړیکې تل  دحکومتونو  له اړیکو څخه ورآخوا او چورلیزي ولسی اړیکې دي  او حتی له ۱۹۹۶ کال څخه  تر ۲۰۰۱کال پورې  چې   دطالبانو  د حکومت  له لومړني پړاؤ سره  یووخت ؤ ،د ایران  او افغانستان  ددوو ملتونو ترمینځ  ددوستانه او عاطفي  اړیکو کې هیڅ ډول خنډ او خار پار رامینځة نه شو او ایران هماغه راز  دافغاسنتان د مظلوم ملت ملاتړی او ددغه ګاونډي هیواد د د میلیونونو  پناه غواړو لپاره یو مهربان کوربه   ؤ او تر اوسه پورې  هم  دغه کوربتوب  حتی  وار د واره د  دلازیاتو افغانانو  لپاره  خپل کوربتوت  ته دوام ورکوي.

=    په تیرې اونۍ کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې  د یوې اعلامیې په خپرولو سره   په افغانستان کې  د طبي موسیسو  کې د انجونو د زده کړې د ممنوعیّت  لپاره د دغه هیواد د سرپرست حکومت فرمان  د خبلو پریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزي وبلله او د افغانستان د روغتیا او درملنې پر نظام ئې ددغې فیصلې د منفي پایلو په باب خبرداری ورکړ.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې  د طبي او پرستارئ په پړاؤنو کې  د انجونون د ز ده کړې د منع کولو لپاره د طالبانو په فیصلې په غبرګون کې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ددغه اقدام په پایلو ډيره زیاته اندیښنه څرګنده کړه. په دغې اعلامیې کې  وئیل شوي دي چې د طالب حکومت فرمان  نه  یوازې د افغان میرمنو د بنیادي حقوقو  خلاف ورزي کولي ، بلکې  په بشپړ ډول  د اسلامی ملګرتیا موسیسې  له پریکړه لیکونو سره  هم په تضاد کې دی.

 په دغې اعلامې کې دغه راز راغلی دي، په وروستیو شپو ورځو کې افغان میرمنې  په جدي توګه  د زده کړې په زمینې کې د خپلو بنیادي  حقوقو  دخ لاف ورزئ شاهدې دي.

د افغانستان د طالبانو رهبر ملا هبت  ا...اخوندزاده ، په دا وروستیو کې یو فرمان صادر کړی چې  په اساس ئې، د طبي اولوړو او نیمه لوړو زده کړې موسیسې پر انجونو تړل شوي دي. په دغه فرمان پسې، د افغانستان  د طالبانو د حکومت د صحت عامه  وزارت  د طبي انستيټیوټونو له مسئولانو غوښتي دي څو  دانجونو له منلو دې ډډه وکړي.

د اسلامی ملګرتیا موسیسې  دغه فیصله اندیښمنونکي ، ناامید کونکي او د اسلامی ارزښتونو  مخالفه بللې او وئيلي ئې دي ،  دغه شان فرمانونه  نه یوازې م افغان میرمنو ته تاوان رسوي،بلکې د افغانستان پر روغتیائي او درملنې نظام باندې پراخې منفي اغیزې هم شیندي  چې له دې مخکې  دغه نظام له لازیاتو چیلنجونو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان  دی.

 ددغې موسیسې په اعلامیې کې هیله ښودل شوې ده چې  له طالبانو سره دتعامل او ملګرتیا له لارې د انجونو د زده کړې د ممنوعیّت دلغوه کولو لپاره اغیز شیندونکي  اقدامات وکړئ شي او د افغان میرمنو حقوقو د اسلامی ارزښتونو په اساس  او د اسلامی ملګرتیاموسیسې د پریکړه لیکونو په اساس  تامین شي.

          تیره اونۍ د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې په سورئې کې د روانو بدلونونو په باب په ژورې انديښنې څرګندولو سره،ددغه هیواد د مځکنۍ بشپړ تیا او حاکمیّت له ساتنې سره  د مرستې لپاره د نړیوالو هڅو غوښته کړې ده. میرمن ممتاز زهرا بلوچ د سورئې د وروستیو بدلونونو  باندې په غبرګون  کې ووئيل؛اسلام اباد د سورئې په عربی جمهوریت کې  د وروستیو بدلونونو په نسبت ژوره اندیښنه  لري .هغې ټينګار وکړ،په سورئې کې روان وضعیَت د سیمې د لازیاتې بې ثباتۍ  او د ترهه ګرو ډلو ټپلو د لاسپین سترګیتوب  سبب  کیږي.

 هغې د سیمې د ثبات لپاره د سورئې د امنیت او سولې لوړتیا  ډيره مهمه وبلله او ټينګار ئې وکړ، پاکستان دسورئې د تاؤتریخوالو د کمیدا، د وحدت او ویووالي دساتنې،او د مځکنۍ بشپړ تیا او حاکمیّت  لپاره د نړیوالو هلوځلو غوښتنه کوي. ځکه ترهه ګر چې  له بهرنیو ملاتړونو برخمن دي،د هغو سپيرو دسیسو  د اجرا  په لټه کې دي چې دسورئې ملی  وحدت او مځکنۍ بشپړتیا  له خطرې سره مخامخولی شي.

 د پاکستان  ملی پيوستون  شورا (ملی یکجهتي کونسل) چې  ددغه هیواد له دیرشو سیاسی او مذهبی ګوندونو اوډلو ټپلو څخه جوړ دی،په سورئې کې د ترهه ګرو عناصرو د خوځښتونو په نوي څپې په سختې اندیښنې ښودلو سره ئې د اسلامی ټاټوبو په ضد د نوي دسیسو او بحرانونو په پلانونې کې د امریکا او صهیونیسټي رژيم رول لوبول په سخته محکوم کړ.

    د پاکستان ملی پيوستون شورا (ملی یکجهتي کونسل) په مینځني ختیځ  کې  د تاؤتریخوالو  د زیاتیدا او په تیره بیا  په سورئې کې وروستیو پیښود  بیا راپورته کیدا په باب د منفی نتیجو په اړه ندیښنه ښودلې  ده.د پاکستان د ملی پیوستون شورا د ترهه ګرو ډلو ټپلو په رزولو او اسلامی ټاټوبو ته د  دوي په واریدولو کې د امریکا او اسرائيلو د یولاس کیدا په رټلو سره ټينګار کړی دی،په سورئې کې د ترهه ګرو خوځښتونو نوي څپې او جنګ غواړي حرکتونه د واشنګټن او تل ابیب  د نوي دسیسې له امله دي.

 له دې امله د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو  له ترهه ګرو سره  په جنګ کې له سورئې سره د مرستې او د فلسطین د ولس په مشکلاتو د غور لپاره د نړیوالې ټولنې د فوري اقدام غوښتنه کړې او وئیلي ئې دي،  د سورئې پيښې د فلسطین د مظلوم ولس او د سورئې پشمول د هغوي د ملاتړو په ضد د دښمنانو نوي دسیسه ده.

د پاکستان د ملی  یکجهتي کونسل مسئولانو همدرااز د کورمې پاراچنار سیمې د حالاتو پشمول  داخلی بدلونونو ته په اشارې سره د ترهه ګرو حملو د عواملو د سزا کولو او د پيژندلو لپاره د امنیتی ادارو او حکومت د جدي ګامونو دپورته کولو غوښتنه هم کړې ده.

ترهه ګرو او پيّلو ډلو ټپلو  د نومبر د ۲۷ سهار وختي  د ځینو سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا  هیوادونو په ملاتړ او ملګرتیا سره او تازه دم بهرنیو وګړو په  واریدیدا سره ،  دسورئې په لویدیځ، لویدیځ او جنوب لویدیځ  حلب او نورو سیمو کې  ددغه هیواد پر مورچلو او عمومی ځایونو باندې پراخې حملې پیل کړي چې د وروستیو راپورونو په اساس  په دغو نښتو کې څه دپاسه دوه زره  تکفیری ترهه ګر هلاک او ټپیان شوي دي،چې البته راپورونه ښئ و د دوي شمیر هماغه راز د کمیدا په ځای ورځ تر بلې په زیاتیدا دی او دا یرغلونه د سیمې درست هیوادونه ګواښي او که په  یوووالي او  یوه خوله ورسره  مبارزه اومقابله ونشي،نو ممکنه ده د سورئې نورو ګاونډیو هیوادنوو ته هم پښې وغزوي او بیا به ئې کنټرولول  د چا په لاس کې نه وي.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************