په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155784-په_۲۰۲۴_کال_کې_شاوخوا_۷۰۰_پاکستاني_پوځیان_وژل_شوي_دي
د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو د مرکز د کلني راپور له مخې، ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
(last modified 2024-12-31T07:27:00+00:00 )
Dec 31, 2024 11:48 Asia/Kabul
  • په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو د مرکز د کلني راپور له مخې، ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ډان ورځپاڼې نن د ډسمبر په ۳۱مه د دغه مرکز په حواله راپور ورکړی چې سږ کال په پاکستان کې لږ تر لږه ۴۴۴ بریدونه شوي دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله سږ کال د مرګ ژوبلې کچه ۶۶ سلنه لوړه شوې، چې په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو بې سارې لوړه کچه بلل کېږي.

د دغه را پور له مخې؛ د نوامبر میاشت پاکستان کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کال تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې.

د څېړنو او مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان کې ۲۵۴۶ کسان وژل شوي چې پوځيان او ملکي وګړي پکې شامل دي.

خېبرپښتونخوا صوبه کې ۱۶۱۶ تنو او بلوچستان کې د ۷۸۲ تنو د وژل کېدو له امله د نا امنه سیمو له مخې په لومړي او دویم مقام کې ځای لري.

باید وویل شي چې د ټولو تلفاتو ۹۴ سلنه یې په کوزې پښتونخوا او بلوچستان کې ترسره شوي دي.

د یادونې وړده، چې په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې د پوځي او ملکي تلفاتو ټولټال شمېر ۱۵۳۳ تنه وو.