د پاکستان په پاره چنار کښې د خلکو پرلتې دوام لري
(last modified Fri, 03 Jan 2025 05:58:37 GMT )
Jan 03, 2025 10:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پاره چنار کښې د خلکو پرلتې دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کرمې ضلعې په مرکز پاره چنار کښې نن هم د خلکو پرلتې دوام درلود او هلته نن باران هم شوی دی او سخت ساړه دی او خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د پاکستان د پاره چنار سیمې پرلتې وهونکو ویلي دي دوې به تر هغه وخته خپلې پرلتې ته دوام ورکړي ترڅو چې د ټل پاره چنار لاره د ګاډو پرمخ نه وي خلاصه شوي او لاره په امن ډوله د ګاډوي لپاره خلاصه شوي نه وي.

د پاکستان د کرمې ضلعې د مرکز پاره چنار پرلتې وهونکو وویل دوې به د پاره چنار پریس کلب د باندې پرلتۍ ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي ترڅو چې د ټل پاره چنار لاره نه وي خلاصه شوي او تر څو چې په نورمال ډول د ګاډو تګ راتګ نه وي پیل شوی او د خلکو امنیت نه وي تضمین شوی.

دغه راز د پاکستان د پاره چنار سیمې ډپټي کمشنر جاوید الله محسود چې یو متعصب او  د ترهګرو ډلو  پلوی کس دی پرون وویل چې پاره چنار ښار، بوشهره کلي او نورو سلو کلیو ته د خوراکي او ضروري شیانو استول به زر پیل شي.

دغه راز د کرمې ضلعې د حالاتو په هکله د شیعه او د سني مشرانو ترمینځ په سترې جرګې کښې په سیمه کښې د امنیت د ټینګیدا او د ټل پاره چنار لارې د خلاصیدا  په هکله په تیرې چهارشنبې ورځې یوه موافقه لاسلیک شوي ده چې تراوسه عملي شوي نه ده.

د ویلو ده چې  پاره چنار ته یوازنی تلونکي ټل پاره چنار  لاره له تیرو څه د پاسه نوي(۹۰) ورځو راهسې د اهل سنتو لخوا د اهل تشیع غړیو پرمخ تړل شوي ده او په پاره چنار او شاوخوا شیعه میشته سیمو کښې خوراکي شیان، درمل او نور ضروري شیان ختم شوي دي او ډیر ناروغان په تیره بیا ماشومان او ښځې د دوایانو او د درملو د نشتون له کبله مړه شوي دي.

په پاره چنار کښې اوس د قحطۍ په شان یو حالت رامینځته شوی دی او هلته ټول کاروبار ، هوټلونه ریسټورانونه او بازارونه بند دي او مریضان په تیره بیا ماشومان په کورونو او روغتونو کښې د درملو د نشتون په وجه مړ کیږي.

د کرمې ضلعې په تیره بیا د پاره چنار سیمې خلک وايي امریکا غواړي چې د پاره چنار په شلوزان تنګي او تري منګل سیمو کښې پوځي اډې جوړې کړي دي او دغه د کرمې حالات په همدې وجه کړکیچن کړې شوي دي او د پاکستان پوځ هم په دې برخه کښې له امریکا سره مرسته کوي.