پاکستان په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156156-پاکستان_په_سوریې_کښې_د_پراخ_بنسټه_حکومت_د_جوړولو_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2025-01-09T11:03:44+00:00 )
Jan 09, 2025 15:22 Asia/Kabul
  • پاکستان په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې په سوریې کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي« منیر اکرم» د سوریې د حالت په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې ټینګار وکړ د سوریې د ملي واکمنۍ او د وحدت د ساتلو لپاره د پراخ بنسټه حکومت جوړول ضروري دي او ملګري ملتونه باید د دغه بهیر ملاتړ وکړي.

په ملګروملتونو کښې د پاکستان دائمي استازي ډاګینه کړه د سوریې د خلکو د هوساینې او د سیاسي او د امنیتي مسائیلو د پرمخ بیولو لپاره په جامع او  پیاوړي بڼه د حکومت په سوله ئیز ډول ورسپارل ضروري دي.