د لاهور تاریخی جومات بیا رغونه پهوروستیو مرحلو کې ده
د پادشاهي مسجد د مرمت پروژه چې ۳۵۰میلیون روپئ لګښت ئې اټکل شوی دی، د ترسره کیدا په حال کې دی ؛ له دغه اقدامه موخه د دغه مقدس ځاي د معماري د میراث ساتل دي چې د پاکستان دوهم لوي جومات دی او دمګړئ د نړۍ پنځم لوی جومات شمیرل کیږي.
د پاکستان د لاهور د هغه څلور سوه کلن پخواني جومات د بیا رغونې پروژه چې د نړۍ یو ترټولو لوی جومات شمیرل کیږي، درغونې په ترټولو وروستیو مرحلو کې دی.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، دلاهور د ښار جوړونې ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د پاکستان د پنجاب صوبې د یوې ترټولو مهمې ودانۍ،؛ پادشاهي جومات مرمت په وروستیو مرحلو کې دی.
دغه جومات چې په عالمګیر جومات هم مشهور دی، د اورنګ زیب عالمګیر په فرمان سره ، چې د هند ترټولو وروستۍ ګورکاني امپراتور (۱۶۷۱-۱۶۷۳) ؤ او له ایراني معمارۍ څخه په الهام سره جوړ شوی دی؛ په جوړولو کې ئې په زرګونو کارګرانو برخه اخستې ده ، ددغه جومات ګنجایش د جومات په داخل کې څه دپاسه پنځه زره لمون ګوزار او په صحن کې ئې هم کابو پنځه نوي زره لمونځ ګوزاروپورې دی. ددغه جومات د جوړولو لپاره د سنګ مرمر او سرو کاڼو استفاده شوې ده.