افغانستان باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي
پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پرمهال، د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې شوي او د دغو دوو هېوادونو چارواکو ویلي چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نشي.
د پاکستان او ترکیې په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې پر ټولګډونه حکومتدارۍ باندې هم ټینګار شوی دی.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دغو دواړو هېوادونو یو سوله ایز او باثباته افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړی او د افغانانو د یوې باثباته راتلونکې په هدف یې د لنډ مهالې حکومت د چارواکو سره د تروریزم پر ضد د هڅو په ګډون د نړیوالې ټولنې د دوامدارې، همغږې او منسجمې بوختیا باندې ټینګار کړی دی.
د ترکیې او پاکستان په ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه د داعش په ګډون د تروریستي ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو دا غوښتنه په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو حکومت په پرلپسې ډول ویلي چې د داعش د ډلې وسله وال په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو لپاره د پاکستان له خاورې څخه کار اخلي.
پاکستان هم پر طالبانو باندې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ډلې ته د پناه ورکولو تورونه لګوي.