ایران د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ترهګریز برید وغانده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157326
پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې هغه ترهګریز برید چې له امله یې یو شمېر بې ګناه کارګران مړه او ژوبل شول، په کلکه وغندلو.
(last modified 2025-02-15T01:09:45+00:00 )
Feb 15, 2025 05:37 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان په بلوچستان صوبې کې ترهګریز برید وغانده

پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د پاکستان په بلوچستان صوبه کې هغه ترهګریز برید چې له امله یې یو شمېر بې ګناه کارګران مړه او ژوبل شول، په کلکه وغندلو.

د ایرنا په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون د پاکستان د بلوچستان صوبې په هرنائي ولسوالۍ او د ډبرو سکرو په کان کې د ترهګرۍ هغه اقدام چې له امله یې یو شمېر بې ګناه کارګران مړه او ژوبل شول، په کلکه وغندلو.

بقايي د ترهګرۍ د هر ډول او هرې بڼې په غندلو کې د ايران د اسلامي جمهوريت پر اصولي دريځ باندې په ټینګار سره، د وژل شويو کسانو له کورنيو او د پاکستان له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده او د زخميانو د عاجلې روغتيا هيله يې وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه، په دوه اړخیزو او سیمه ایزو سطحو د ترهګرۍ د مخنیوي او مقابلې لپاره د هڅو او ملګرتیاوو د پیاوړتیا پر ضرورت ټینګار وکړ.

پرونۍ پېښه د هرنايي ولسوالۍ په شاهرګ سیمه کې د ماین د چاودنې له امله هغه مهال رامنځته شوه چې د ماین پاکانو یو موټر د تېرېدو په حال کې وو.

د پاکستان د بلوچستان صوبې پولیسو اعلان کړی چې لږ تر لږه ۱۱ تنه د کانونو کارګران په دغه چاودنه کې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.