د چنیوټ په پوهنتون کښې د ایران پیژندنې خونه پرانستل شوه
د ایران او پاکستان د کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په لړ کښې د پاکستان د چنیوټ ښار په محمد شریف حکومتي پوهنتون کښې د ایران پیژندنې خونه افتتاح شوه.
دا کار، په لاهور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتور خونې په مرسته وشه چې موخه یې د ایران او پاکستان ترمینځ د کلتوري او علمي اړیکو پیاوړتیا او همداشان په دغه ګاونډي هیواد کښې د فارسۍ ژبې او ادبیاتو دودول دي.
د ایران شناسۍ خونې د پرانستې په دستورو کښې چې د پنجاب صوبې د یوه ډله استادانو او لوړو علمي او سیاسي شخصیتونو په ګډون ترسره شوې، په لاهور کښې د ایران د کلتورخونې مسئول «اصغر مسعودي» په خپلې وینا کښې د ایران او پاکستان په کلتوري مشترکاتو ټینګار وکړ او فارسي ژبه یې د دواړو ملګرو او وروڼو هیوادونو ترمینځ ډیره مهمه کلتوري اړیکه وبلله.
د محمدي شریف پوهنتون مشر « فیصل حیات جبه » او د دغه پوهنځي د فارسۍ ډلې مشر ډاکټر « احمد یار» هم په دغو مراسمو کښې له فارسۍ ژبې سره د پاکستاني محصلینو د دلچسپۍ خبره وکړه او د دواړو هیوادونو د پوهنتونونو ترمینځ یې د فارسۍ ژبې د ښوونیزو پړاونو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه.