د ایران د اټومي تړون د بیا احیا ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158140
پارس ټوډې – د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان د سیمې په ثبات او نړیوال امنیت کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر رول باندې په ټینګار سره وویل: اسلام‌آباد د ایران د اټومي تړون او د هغه د بیاژوندي کولو ملاتړ کوي.
(last modified 2025-03-14T01:33:41+00:00 )
Mar 14, 2025 05:59 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي تړون د بیا احیا ملاتړ کوو

پارس ټوډې – د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان د سیمې په ثبات او نړیوال امنیت کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر رول باندې په ټینګار سره وویل: اسلام‌آباد د ایران د اټومي تړون او د هغه د بیاژوندي کولو ملاتړ کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان پرون په اسلام‌آباد کې په خپل اونیز خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: پاکستان په سیمه کې د ایران له فعال رول او د نړیوال امنیت د ګټو لپاره د هغه له هڅو خبر دی.

علي خان زیاته کړه: تهران او اسلام‌آباد د بېلابېلو کانالونو له لارې له یوبل سره اړیکه لري او دواړه هېوادونه د خپلو خلکو د ښه‌ژوند او د سیمې د ثبات لپاره د رول لوبولو په اړه مصمم دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران د اټومي تړون د ملاتړ په اړه د پاکستان پر ثابت موقف په ټینګار سره وویل: اسلام‌آباد د برجام د بیاژوندي کولو ملاتړ کوي او د دې تړون په اړه د ټولو مسایلو د حل او فصل غوښتونکی دی.

علي خان زیاته کړه: پاکستان د سیمې د ثبات د ساتلو او د ټولو اختلافاتو د مسالمت‌آمیز حل لپاره له ټولو هڅو او اقداماتو ملاتړ کوي.