د نوروز نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي
(last modified Thu, 20 Mar 2025 00:27:43 GMT )
Mar 20, 2025 04:57 Asia/Kabul
  • د نوروز نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي

پارس ټوډې -  د پاکستان لومړي وزیر او ددغه هیواد دمشرانو جرګې مشر  په جلاجلا پیغامونو کې  د تمدني حوزې  هیوادونو ته د لرغونوي نوروز اختر  د رارسیدا او دغه راز  د نوی ایراني کال د پیلیدا  په مناسبت  مبارکي وئيلې ده.

پارس ټوډې  د ایرنا له قوله راپور ورکړی، د پاکستان لومړي وزیر شهبازشریف او د دغه هیواد دمشرانو جرګې م شر یو سف رضا ګیلاني  په  جلاجلا پیغامونو کې د ایران  دنوی کال  نوروز  د رارسیدا او د تمدني حوزې درستو ملتونو لپاره چې  د نوروز لرغوني نیکمرغه اختر لمانځي ،  د مبارکۍ پیغام په لیږلو سره  د پرمختګ ،هوساینې  او خوښئ  هیله وکړه.

شهباز شریف او یوسف رضا ګیلاني پخپلو پیغامونو کې  وئيلي دي، نوروز  د ایران د نوي کال  له لومړۍ ورځ سره برابر دی  او داسې نوو امیدونو  ښودنه ده چې  باید په ډاډمن زړه سره ئې  هرکلی وشي.

دوي هغو ټولو کسانو ته  چې په پاکستان کې  د نوروز جشن لمانځي  او هغو ټولو ملتونو ته چې  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  دغه لرغونی اختر لمانځي ، مبارکي ووئيله او وې وئيل،  نوروز  یعني  هغه تاندوالی او نوښت چې  د پسرلي په ښکلي او په زړه پورې  موسم  په رارسیدا سره  په طبیعت  تازه والی رامینځةکوي ، پرټولو  دې بختور وي. راځئ چې  دنوروز  د نیکمرغه اختر او فرصت  په رارسیدا سره په سیمې کې د کلتوري همپالنې او پيوستون د دودیدا لپاره  له اختلافاتو څخه تیر شو او د ګډې هوساینې برخمن شو.