پر یمن بمباري د سیمې وضعیت پېچلی کوي
(last modified Fri, 21 Mar 2025 02:54:58 GMT )
Mar 21, 2025 07:24 Asia/Kabul
  • پر یمن بمباري د سیمې وضعیت پېچلی کوي

پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمنیانو ترمنځ  د خبرو اترو له ملاتړ څخه د خپل هېواد پر درېځ باندې ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې پر یمن بمباري او غچ اخیستونکي اقدامات د سیمې وضعیت پېچلی کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، شفقت علي خان پرون په اسلام‌آباد کې په خپل اونیز کنفرانس کې وویل چې د پاکستان ستراتیژیک پروګرامونه دفاعي ماهیت لري او دا د دې هېواد د دفاع یوه مهمه برخه ده.

هغه ټینګار وکړ: د اسرائیلو په اړه د پاکستان موضوع څرګنده ده او موږ دا رژیم په رسمیت نه پېژنو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یمن د خلکو پر وړاندې د امریکا او بریتانیا د یرغلونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پر دې هېواد بمباري او تر هغه وروسته غچ اخیستونکي اقدامات د سیمې وضعیت نور هم پیچلی کوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د یمن د کړکېچ د حل لپاره د سولې او د یمنیانو ترمنځ د خبرو اترو له بهیر څخه ملاتړ کوي.

شفقت علي خان د فلسطین اشغال شویو سیمو ته د یوې ډلې د سفر په اړه چې ځیني پاکستاني اتباع هم پکې شتون لري وویل چې د پاکستان حکومت د دې سفر په اړه رسمي معلومات نه لري او موږ د رسنیو له لارې د دې سفر په اړه خبر شو.

هغه وویل چې په دې پلاوي کې د پاکستاني اتباعو له خوا د فلسطین اشغال شویو سیمو ته د سفر لپاره کارول شویو پاسپورټونو په اړه ( دې ته په پام سره چې د پاکستان په پاسپورټ کې اشغال شویو سیمو ته سفر منع دی) هېڅ معلومات نشته او موږ د معلوماتو د راټولولو په حال کې یو.