پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158320-پاکستان_کې_د_بشري_حقونو_نقض_باید_پای_ومومي
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو پراخ نقض باید پای ومومي.
(last modified 2025-03-22T02:08:28+00:00 )
Mar 22, 2025 06:36 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د بشري حقونو نقض باید پای ومومي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په پاکستان کې د بشري حقونو پراخ نقض باید پای ومومي.

خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې عمران خان باید را خوشې شي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان ولس د ښه وضعیت مستحق دی.

خلیلزاد دا غوښتنه د بښنې نړیوال سازمان د هغې اندېښنې په تړاو کړې چې وايي، په پاکستان کې د بلوڅانو غیر قانوني نیول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د پاکستان حکومت وړمه ورځ د بلوڅانو د مرکزي کمېټې همغږی کوونکی ببرګ بلوڅ او د هغه ورور جمال بلوڅ په کویټه ښار کې نیولي دي.