د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی چې د افغان تابعیت لرونکو د بېرته ستنېدو لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی دی.
هغه ویلي چې د کډوالو د جبري ستنېدو د بهیر په اړه کور په کور معلومات ورکړل شوي دي.
محسن نقوي د افغان کډوالو د جبري ستنېدو په برخه کې د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وکړه او ویې ویل چې دغه بهیر به د فدرالي او دولتي ادارو په پوره همکارۍ سره عملي شي.
د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اخراج په بهیر کې له کډوالو سره د دوستانه چلند پر اهمیت ټینګار کړی.
نوموړي د دې پروسې د شفافیت لپاره د څارنې د کمېټې د جوړولو اعلان هم کړی. په دې غونډه کې نورو پاکستاني چارواکو هم د دې پروسې د عملي کولو لپاره پر دوامداره همغږۍ او اړیکو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د حکومت له خوا له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل به په دوو ورځو کې بشپړ شي.