پاکستان د خپل هیواد خلاف نیابتی جګړه نه منی
Jun 25, 2016 09:40 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ لوې درستیز وویل چې د خپل هیواد خلاف د نیابتی جنګ اجازه به ورنکړی.
زمونږ خبریال خبر راکړی چې جنرال راحیل شریف د پاکستان په نیشنل دیفنس پوهنتون کښې وویل: دښمن په پاکستان کښې د بې ثباتۍ د پراخولو هڅه کوی.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د نورو هیوادونو خلاف د نیابتی جنګ (پراکسی وار) مخالف دی او بل کوم هیواد به هم پرې نږدی چې په پاکستان باندې نیابتی جنګ وروتپی.
د پاکستان د پوځ قومندان په داسې حال کښې د خپل هیواد خلاف د نیابتی جګړې خبره کوی چې کوم ترهګر چې د سیمې په هیوادونو په تیره بیا د پاکستان په ګاونډی هیوادونو کښې ترهګر فعالیتونه کوی، د هغو مرکزونو خپله په دغه هیواد کښې دی.