امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي
(last modified Thu, 10 Apr 2025 01:05:49 GMT )
Apr 10, 2025 05:35 Asia/Kabul
  • امریکايي شرکتونه د پاکستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي

د پاکستان حکومت پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې امریکايي شرکتونه د دې هېواد په هغو معدني زېرمو کې پانګونې ته لېواله دي، چې د نړۍ له لویو مسو او سرو زرو زیرمو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره پاکستان د لیتیمو په برخه کې هم غني دی، کوم چې د بیټرۍ جوړولو لپاره اړین دي.

د پاکستان د حکومت په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا د چارو لوړپوړي چارواکي اریک مایر په اسلام اباد کې د یوې غونډې په ترڅ کې شهباز شریف ته د امریکایي شرکتونو د دغې لېوالتیا په اړه ویلي دي.

دا لیدنه وروسته له هغې شوې چې مایر د پاکستان د معدني زېرمو په اړه دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې چې موخه یې د بهرنيو پانګوالو جلبول وو، ګډون وکړ.

د پاکستان سترې مسي او د سرو زرو زېرمې په رکو دیق سیمه کې چې په بلوچستان کې ده، موقعیت لري. دا هغه سیمه ده، چې په وروستیو کلونو کې د بلوڅ بېلتون‌پالو بریدونه پکې زیات شوي دي.

د باریک ګولډ شرکت اټکل کوي، چې د رکو دیق کانونه کولی شي په ۳۷ کلونو کې ۷۴مېلیارده ډالر ګټه ورکړي. د پاکستان د طبیعي منابعو ټولییز ارزښت شاوخوا ۶تریلیونه ډالره اټکل شوی دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د دې غونډې په ترڅ کې بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې پوځ به یې امنیت تضمین کړي.

بلوڅ بېلتون‌پال چې له کلونو راهیسې د دې سیمې د منابعو لپاره جګړه کوي، د هر ډول بهرني پانګونې سره مخالف دي.