د پاکستان له زندانونو ۹۱ تنه افغانان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159046-د_پاکستان_له_زندانونو_۹۱_تنه_افغانان_خوشې_شول
د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان پرون یکشنبه د پاکستان له زندانونو آزاد شوي او خپل هېواد ته راستانه شول.
(last modified 2025-04-14T04:57:11+00:00 )
Apr 14, 2025 09:17 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې ۹۱ افغانان پرون یکشنبه د پاکستان له زندانونو آزاد شوي او خپل هېواد ته راستانه شول.

د سرچینې په وینا، دغه کسان چې له یوې څخه تر پنځو ورځو پورې په بند کې وو، د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

بل لورته د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې پرون یکشنبه د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۵۰کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۰۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۹کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

له یادو کورنیو څخه یې ۲۶۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې پاکستان افغان کډوالو ته د ورکړي ضرب الاجل د پوره کېدو وروسته په تېر دوو اونیو کې له ۴۰ زره ډېر افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي.