پاکستان له هند څخه د خبرو اترو د شروع کولو غوښتنه وکړه
Jun 26, 2016 12:16 Asia/Kabul
په هند کښې د پاکستان سفیر د نوی ډیلی او اسلام آباد د خبرو اترو د شروع کولو غوښتنه وکړه.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې په هند کښې د پاکستان سفیر نن په وران هفته کښې د دویم ځل لپاره د کشمیر د مشکل د هواری لپاره د نوی ډیلی او اسلام آباد ترمېنځ د بشپړه خبرو اترو د شروع کولو غوښتنه وکړه.
عبدالباسط هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د خبرو اترو په بیا شروع کېدو سره به په سیمه کښې د سولې او ثبات د ټینګېدو زمینه برابره شی.
هغۀ د پاکستان سیاست د ټولو هېوادونو ترقی، او سولې او ثبات ټینګښت وبلۀ او څرګنده یې کړه چې دغه سیاست له هند سره هم اړوند .
-----------