هند د پاکستان پر ۳ هوايي اډو بریدونه کړي
May 10, 2025 05:55 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې هندي الوتکو تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ د نورخان، شورکټ او مرید پر درېیو هوايي اډو بریدونه کړي دي.
بریدجنرال احمد شریف ادعا وکړه چې په دې بریدونو کې د پاکستان هوايي ځواک ته تاوان نه دی اوښتی.
ده همداراز ادعا وکړه چې هند د افغانستان خاورې ته هم توغندي ویشتي دي.
خو د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
مخکې تر دې چې برید جنرال شریف په یوه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړي، په راولپنډۍ او اسلام اباد کې دوې زورورې چاودنې واورېدل شوې.
د هند او پاکستان ترمنځ شخړه وروسته له هغه مخ په پراخېدو ده چې په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وشو او ۲۶ تنه ووژل شول او بیا هند د دغه برید په غچ کې په پاکستان کې ۹ ځایونه په توغندیو وویشتل.
ټیګونه