د پاکستان په شمال لویدیځ کی د داعش دوه غړی ووژل شول
Jun 27, 2016 07:48 Asia/Kabul
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان امنیتی سرچینو؛ د دغه هیواد په شمال لویدیځ کی د داعش د تکفیری ډلې په مورچو باندی د امنیتی ځواکونو د حملې خبر ورکړ.
دغو سرچینو وویل: د پاکستان امنیتی ځواکونو د یاد هیواد په خیبر پختونخواه صوبه کی، د سوات ؤلسوالۍ ته څیرمه، د داعش ډلې دغړیو په اډو باندی حمله وکړه.
پدغه حمله کی د داعش ډلې دوه غړی ووژل شول، او د پاکستان د امنیتی ځواکونو یو تن هم ژوبل شو.
د پاکستان امنیتی ځواکونو ادعا وکړه؛ دغه دوه وژل شوی ترهه ګر، افغان اتباع ؤو.