پاکستان د نریندر مودي څرګندونې تشدد ته هڅوونکې وبللې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او د نړیوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.
د تاند د خبر له مخې، شفقت علي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د مودي وروستۍ څرګندونې د کرکې او تشدد راباروونکې دي او دا د ملګرو ملتونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي له پاکستان سره له جګړې وروسته کله کله په خپلو خبرو کې د پاکستان ضد سختې څرګندونې کوي.
هغه وروستي ځل تور پورې کړ، چې «ترهګري د پاکستان د عاید سرچینه ده» او زیاته یې کړه : «پاکستانیان دې د ترهګرۍ پر ضد راووځي؛ که ډوډۍ نه لري، هوا دې وخوري، که نه زما مرمۍ خو شته».
پاکستان نه یوازې دا تورونه رد کړي او د نړیوالو اصولو خلاف یې بللي دي، بلکې دا ځل یې له نړیوالې ټولنې د هغه پر وړاندې د غبرګون ښودلو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې وروسته له هغې سختې ترینګلې شوې، کله چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.
هند د دغه برید مسئول پاکستان بولي خو پاکستان بیا دغه ادعا ردوي.
د همدې پېښې له امله دواړو هېوادونو څو ورځې وسله واله نښته هم وکړه چې دواړه لورو ته پکې مالي او ځاني زیانونه واوښتل.