پاکستان د ښو او بدو طالبانو قایل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i16159-پاکستان_د_ښو_او_بدو_طالبانو_قایل_دی
د پاکستان دخارجه چارو سلاکار وویل چې لاهم په ښو او بدو طالبانو باور لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2016 09:53 Asia/Kabul
  • پاکستان د ښو او بدو طالبانو قایل دی

د پاکستان دخارجه چارو سلاکار وویل چې لاهم په ښو او بدو طالبانو باور لری.

زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې سرتاج عزیز پرون وویل چې د پاکستان حکومت طالبان په ښو او بدو دوو ډلو ویشی او هڅه کوی چې ښه طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته تیار کړی.

هغه په عین حال کښې زیاته کړه چې طالبان په روانو حالاتو کښې د سولې د خبرواترو پیلولو ته چمتو نه دی.

د ویلو ده چې پاکستان د طالبانو ډلې هغه کسان چې په دغه هیواد کښې جنګیږی، بد او کوم چې په افغانستان کښې جنګیږی، ښه طالبان بولی.