د ګډې پولې په مدیریت کښې له افغانستان سره غږمله یو
د پاکستان د وزیراعظم سلاکار وویل: د افغانستان په پوله کښې د غیرقانونی تګ راتګ د مخنیوی لپاره لاس په کار شوی یو اوپه دې لړ کښې له دغه هیواد سره غږمله یو.
د فارس خبری آژانس د خبر له مخې سرتاج عزیز څرګنده کړه: له ګاونډی هیوادونو سره د دوستانه اړیکو ټینګول او په سیمه کښې د امنیت ساتل د حکومت یو وړومبیتوب دی. هغه زیاته کړه چې اسلام آباد د افغانستان په کورنیو چارو کښې د مداخلې نه کولو سیاست تعقیبوی.
د ریډیو پاکستان د خبر له مخې سرتاج عزیز ټینګار کړی چې له دې وروسته افغان ښاریز بې له قانونی ویزې، پاکستان ته نه شی ورتلی.
د پاکستان د خارجه چارو سلاکار څرګنده کړه چې دواړه هیوادونه د سرحدی ستونزې د سوله ایز هواری لپاره موافقې ته سره رسیدلی دی او په دې موخه جامع لارې چارې په نظر کښې نیول شوې دی.
سرتاج عزیز وویل چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډیرې هلې ځلې کړې دی او ضرب عضب عملیات په نړیواله ټولنه کښې د دغه هیواد د څیرې د ښه کیدو سبب شویدی.
د ویلو ده چې د پاکستان او افغانستان چارواکی د شنګهائی غونډې ترڅنګ د سرحدی چارو د مدیریت او نورو مسائلو په سر موافقې ته سره رسیدلی دی.