د پاکستان پرضد د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې هڅه ناکامه شوه
(last modified Sat, 12 Jul 2025 07:59:14 GMT )
Jul 12, 2025 12:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان پرضد د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې هڅه ناکامه شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د ټیلي ويژن مشهور مجري او خبریال حامد میر د خپل هیواد د باوري استخباراتي سرچینو په قول

په دولس ورځني جنګ کښې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د ملاتړ په خاطر د صهیونیسټ رژیم له غصه کیدا وروسته  په اسلام اباد کښې د قدرت د مثلث یعني د ولسمشر اصف علي زرداري ، د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر  پرضد د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې د پروژې د ناکامه کیدا خبر ورکړ.

هغه د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري پرضد د اوازو خپرولو او دا خبره چې ټاکل شوي ده هغه له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي او د پوځ مشر فیلډمارشل عاصم منیر د ولسمشر ځای ناستی شي د پاکستان د حکومت وروستي غبرګون ته په اشارې سره وویل دا په اسلام اباد کښې د قدرت د دریو شخصیتونو یعني د زرداري ، د شهباز شریف او د عاصم منیر د شخصیت د تخریبولو او ټرور کولو لپاره د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد تر هدایت لاندې یوه صهیونیسټي پروژه وه چې کاملا ایشوا شوه.

حامد میر وویل د سوریې له مخالفو هیوادونو سره د پاکستان د یوځاې کیدا پرضد له دوه زره اتم میلادي کال څخه تر دوه زره دیارلسم کال پورې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کښې د ولسمشر اصف علي زرداري دریځونه او د چین په مرستې سره د ایران او د عربستان ترمینځ د پخلاینې لپاره د زرداري  هڅه سبب شوه چې د اسرائیلو جاسوسۍ اداره موساد په هیواد کښې د ګډوډوۍ د رامینځته کولو او د ولسمشر اصف علي زرداري د شخصیت د تخریبولو هڅه وکړي.

د پاکستان دغه مشهور خبریال حامد میر وویل د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د تیریو له پیلیدا وروسته په اسلام اباد کښې د قدرت  ټرویکا یعني ولسمشر اصف علي زرداري ، لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر په کلکه د ایران په څنګ کښې ودریدل او د صهیونیسټ رژيم د حملو په وړاندې یې د خپل ګاونډي هیواد ایران ملاتړ وکړ او دغه چاره په پاکستان کښې د  سیاسي بې ثباتۍ د رامینځته کولو لپاره د موساد جاسوسۍ ادارې د نویو خوځښتونو د ترسره کولو سبب شوه.