پاکستان د اسرائیلو په رسمیت د پیژندلو هیڅ پروګرام نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په نیویارک کښې په یوه خبري کانفرنس کښې وویل
چې اسلام اباد د اسرائیلو په رسمیت د پيژندلو هیڅ پروګرام نلري او زیاته یې کړه چې د ملګروملتونو په کانفرنس کښې پاکستان خپله بیانیه خپره کړي ده او مونږ د فلسطین په شمول د کشمیر مسله هم مطرح کړي ده.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار وویل اسلام اباد د دوو حکومتونو د جوړیدا د موضوع ملاتړ کوي او د فلسطین په ټاټوبي باندې د اسرائیلو سلطه باید سمدستي ختمه شي او سمدستي دې جنګ بند شي.
هغه وویل د امریکا له خارجه وزیر مارک روبیو سره زما کتنه ډیره ګټوره وه او مونږ هغه قانع کړو چې له خبرو اترو پرته په سیمه کښې امن امکان نلري.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار وویل چې مونږ به له هندوستان سره خبرې وکړو او دغه به جامعې خبرې وي او هندوستان چې هرکله کمپوزیټ خبرې غواړي نو مونږ تیار یوو.
هغه وویل هندوستان په یوه اړخیزه توګه د سیند طاس د اوبو تړون نشي ختمولای او په دریو سیندونو د پاکستان حق دی او که چیرې د اوبو اړخ بل خوا ته وغړول شو نو مونږ به دغه خبره ونه منو.