په پاکستان کښې افغان مهاجرو ته د اوسېدو نور مهلت ورکړے شو
Jun 29, 2016 09:13 Asia/Kabul
پاکستان اعلان وکړچې هغه افغان مهاجرین چې نومونه یې رجسټر شوی دی تر دوو نورو کلونو پورې په دغه هېواد کښې اوسېدې شی.
زمونږ د رېډیو د رپوټ له مخې په پاکستان کښې له یو نیم میلینو زیات افغان مهاجرین رجسټر شوی دی او شناختی کارډونه لری او د دغو کارډونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر آخره پورې ختمیږی خو د اسلام آباد د حکومت د نوې فېصلې له مخې مهاجرین به اجازه ولری چې د دوو نورو کلونو لپاره په پاکستان کښې پاتې شی.
د پاکستان حکومت وائی چې د هغو مهاجرینو شمېر چې نومونه یې رجسټر شوی نه دی له رجسټر شویو مهاجرینو زیات دے.
په عېن حال کښې د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې ولیکل چې پرون د پاکستان پوله ایزو چارواکو شپږ پنځوس افغانان د تورخم په پوله کښې افغان پوله ایزو ځواکونو ته وسپارل.