پاکستان د افغانستان د ښاریزو د بیرته ستنولو نوی پړاو پیلوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان خپل هیواد ته د افغانستان د غیر قانوني کډوالو د استولو د بهیر په دوام کښې د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د افغانستان د ټولو کارت لرونکو ښاریزو ایستل پیلوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هستوګنې د کارتونو د لرونکو افغان ښاریزو په خپله خوښه د بیرته ستنیدا بهیر پیل کړی او د سپتمبر د میاشتې لومړۍ نیټه یې په رسمي ډول د افغانستان د ښاریزو د ایستلو لپاره ټاکلي ده.
د ثبت شوي اقامت کارت لرونکي افغانان چې سندونه یې د روان میلادي کال د جون په دیرشمه نیټه ختم شوي دي په رسمي ډول له راتلونکي میاشتې څخه خپل هیواد افغانستان ته ورستنول کیږي.
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان څه د پاسه اته لکه کارت لرونکي افغان ښاریز په پاکستان کښې دیره دي او دغه راز یو اعشاریه درې میلیونه نور کسان هم په رسمي ډول د پاکستان د حکومت لخوا ثبت شوي او د هستوګنې جلا کارتونه لري.
پاکستان په ټول کښې د کابو اتویشت لکه افغان کډوالو کوربه و کوم چې په تیرو څلویښتو کلونو کښې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې ژوند او کار روزګار کړی دی.
د پاکستان حکومت ویلي دي چې د افغانستان یوازې هغه ښاریز به چې معتبرې ویزې ولري په پاکستان کښې د وسیدو اجازه ولري.