د افغانستان او پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ کې ۷۸سلنه زیاتوالی راغلی
د پاکستانۍ رسنیو په حواله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګرۍ د پخوا پرتله ډېره وده کړې ده. د افغانستان د ټرانزیټ ارزښت په جولای میاشت کې څه باندې سل میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په جون کې څه باندې ۶۰میلیونه ډالره وو.
دغه بدلون د میاشتنۍ کچې له مخې ۷۸ سلنه زیاتوالی ښیي. د سرچینو په وینا؛ دغه بدلون د «مخ پر وړاندې» ټرانزیټ د پام وړ زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی. همدا راز ویل شوي، مخ پر وړاندې ټرانزیټ ۸۱ سلنه لوړ شوی؛ خو «شاته تلونکی» ټرانزیټ بیا ۱۳سلنه راکم شوی دی.
دغه چټک زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په تېرو دوو مالي کلونو کې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري له سخت کموالي سره مخ وه.
سره له دې چې په ټرانزیټي برخه کې وده شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري لا هم په کمېدو روانه ده. راپورونه څرګندوي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د میاشتنۍ کچې له مخې سوداګري ۱۲ سلنه او د تېر کال د جولای میاشتې په پرتله دوه سلنه راټیټه شوې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي کړکېچونو له امله هم وخت ناوخت د لارو بندښت له کبله سوداګري زیانمنېږي. په کابل او اسلام اباد کې څو څو ځله سوداګرو له دواړو لورو غوښتي، چې سوداګري او اقتصادي راکړې ورکړې دې د سیاسي کشالو تر اغېزې لاندې نه راولي.