ټول اسلامي هیوادونه باید د اسرائیلو رژیم پرضد متحد شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان دفاع وزیر «خواجه محمد اصف»په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم تیریو ته په غبرګون کښې وویل اسرائیلو یو سرکشه رژيم دی نو ځکه خو ماتي نه منل له داخل څخه او په وحدت سره رامینځته کيږي.
هغه ټینګار وکړ اوس وخت رارسیدلی دی چې اسلامي هیوادونه د اسرائیلو پرضد چې یو سرکش رژیم دی سره متحد شي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په یوه پیغام کښې وویل د صهیونیسټ رژيم اجنډا له اسلامي دنیا سره جامع مقابله او د دوې د هر ډول اقتصادي قدرت شنډول دي.
هغه په تلویحي ډول په هغو هیوادونو چې د فلسطینیانو د نسل کشۍ په وړاندې یې چوپتیا غوره کړي ده ټینګار وکړ په دغه تصور سره چې د اسرائیلو په مقابل نرمښت ښودل دوې په امان کښې ساتي لیونتوب دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل پاکستان له اقتصادي پلوه یو کمزوری هیواد دی خو په کلکې ارادې لرونکي حکومت او حرفه ای او زړورو وسله والو ځواکونو سره یې هندوستان ته چې پینځه برابره له پاکستان څخه لوی دی ماتي ورکړه.
هغه وویل هیڅوک د تاسو امنیت نه تامینوي ، خارجي مرسته مهمه ده خو د ماتي نه منل داخل څخه رامینځته کيږي.
دغه راز د پاکستان د حکومت او د سیاسي ګوندونو مشرانو هم په قطر باندې د اسرائیلو رژیم د تیري په غندلو سره له قطر او فلسطینیانو سره د پیوستون د اعلانولو په ترڅ کښې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه وکړه.