ټول پتمن ولسونه دې د قدس ملاتړ وکړی
د پاکستان د سینیټ یو استازی وویل: ټول پتمن ولسونه د قدس د ملاتړ دنده لری.
د ایرنا د خبر له مخې پاکستانی سینیټر سید طاهر حسین مشهدی نن وویل چې د نړۍ ټول مسلمانان او آزادی غواړی ولسونه د قدس او د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ او د دغو بې دفاع خلکو خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو موظف دی.
هغه زیاته کړه: د قدس نړیواله ورځ د اسلامی نړۍ د روحیې د تازه کولو، د قواو د نوې کولو او د مسلمانانو د اتحاد او یووالی ورځ ده.
هغه د قدس د نړیوالې ورځې د بنسټ ایښودو په وجه د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر امام خمینی(رح) د نوښت په قدرونې سره څرګنده کړه: امام خمینی په دې نوښت سره د اسالمی نړۍ عامه افکار د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو په پراختیا خبر کړل او د دغو انسانی ضدو جنایتونو په وړاندې د اسلامی بیدارۍ سبب شو.
د پاکستان دغه سینیټر وویل: هر کال د قدس په نړیواله ورځ د صهیونیسټانو انسانی ضد او نیواکګرانه اقدامات د پتمنو ولسونو په ذهنونو کښې تازه کیږی.
هغه د فلسطین د خلکو خلاف د اسرائیلو د رژیم نیواکګریو او جنایتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې نړیوال او اسلامی ارګانونه دې د دې حالت د ختمولو لپاره لا جدی اقدامات وکړی.
سید طاهر حسین مشهدی وویل: مسجدالاقصی د نړۍ د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې په توګه د اسلامی نړۍ لپاره ډیر اهمیت لری او ځینی هیوادونه د صهیونیسټانو د اهدافو د پوره کیدو په لاره تګ سره د قدس له اهمیت، د هغه د آزادولو له ضرورت او د فلسطین له خلکو سره له مرستې غافل شوی دی.