پاکستان دې افغان کډوال نه باسی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i16597-پاکستان_دې_افغان_کډوال_نه_باسی
د پښتونخواه عوامی نیشنل پارټۍ مشر وویل چې افغانان په دغه صوبه کښې د اوسیدو حق لری او باید له ویرې پرته خپل کار او ژوند وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2016 15:08 Asia/Kabul
  • پاکستان دې افغان کډوال نه باسی

د پښتونخواه عوامی نیشنل پارټۍ مشر وویل چې افغانان په دغه صوبه کښې د اوسیدو حق لری او باید له ویرې پرته خپل کار او ژوند وکړی.

د ایکسپریس نیوز د خبر له مخې د پاکستان د عوامی ملی ګوند مشر محمود خان اچکزی له خیبر پښتونخواه صوبې د افغان کډوالو د ایستلو په هکله نظرڅرګندونو ته په غبرګون کښې وویل چې د پاکستان په خاوره کښې په افغان کډوالو د ظلم اجازه به ورنکړی.

هغه د کډوالو د ستنیدو په هکله د اسلام آباد په نوی سیاست باندې په نیوکې سره زیاته کړه: خیبر پښتونخواه صوبه د افغانانو لپاره ده او باید بې له هیڅ ډول خطر او ګواښه دلته ژوند تیر کړی.

د پاکستان د خیبر پښتونخواه صوبائی حکومت له دې مخکښې د افغان کډوالو د اقامت د نه تمدیدولو په اعلان سره څه باندې دوه زره کډوال ونیول او څلور سوه نور یې له دغه هیواده وباسل خو اوس د روان میلادی کال تر پاې پورې په پاکستان کښې د افغان کډوالو اقامت تمدید شوی دی.