له افغانستان سره اوربند کمزوری دی،البته لا هم پاتې دی
د پاکستان دفاع وزيرپه یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ د اسلام آباد او کابل ترمینځ يو کمزوری اوربند قایم شوی دی او هر ډول نوي سرحدي شخړه د دوحې د اوربند تړون له مینځه وړلی شي.
تسنيم خبري اژانس راپور ورکوي، دپاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له "اې آر وائي" ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې تاييد کړه چې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره وروستی تړون د قطر او ترکيې په منځګړیتوب سره شوی دی اوراتلونکې خبرې اترې به هم د اکتوبر په ۲۵ په ترکیې ترسره شي.
هغه زياته کړه: "راتلونکۍ غونډه به د سولې پروسې حقيقي لاره روښانه کړي. مونږ د دې اوربند په اړه په احتیاط سره خوشبيني لرو، خو حالات لا هم کمزوري دي."
خواجه آصف روښانه کړې ده، له طالب حکومت سره تړون څو اساسی چورلیزونه لري، په شمول د افغان کډوالو بیرته ستنېدنې، اوربند ساتل، او دوه اړخيز فهم چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ترهه ګر به نور د افغانستان له خاورې نه تغذیه کیږی او په دغه هیواد کې به د فعالیت اجازت نه ورکول کیږی.
د پاکستان دفاع وزير خبرداری ورکړ: "که بيا د سرحد له لارې د نفوذ هڅه وشي، نو ترسره شوی اوربند به له خطرې سره مخ شي.
هغه دډيورنډ کرښې په اړه پخوانيو اختلافاتو ته په اشارې سره وويل: پاکستان دا کرښه نړيوال سرحد ګڼي او د کابل اعتراضونه بې اساسه بولي . افغانستان ممکنه ده دا ونه مني ، خو دا سرحد له څو لسيزو راهيسې شته د او کومه نوې موضوع نه ده."
خواجه آصف ټينګار وکړ چې یوازې د دوحې په تړونکې ليکل شوي باوري دي او د طالبانو مشران د خپلو عمومي افکارو د آرامولو لپاره دسختې لهجې اعلامیې خپروي ، خو حقيقت د تړون په متن کې ثبت دی.
د هغه په وينا، د دوحې تړون پټ پاتیکیږي ، خو د تعهداتو د عملي کولو د څارنې او دخلاف ورزیو د راپور ورکولو لپاره مینځګړو هېوادونو ته ځانګړي ميکانيزمونه په پام کې نيول شوي دي.
د پاکستان دفاع وزیر له خپل هیواده د افغان کډوالو په ا حترام سره بیرته ستنېدنې په اړه خپله خبره بيا تکرار کړه او زياته ئې کړه چې اسلام آباد به د امنيتي اندېښنو په دلیل له افغانستان سره په ټرانزيټي تجارتي تړون باندې بيا کتنه وکړي.
خواجه آصف همدا راز ادعا وکړه چې هندوستان په فعاله توګه د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پی له ترهه ګرو ملاتړ کوي او اسلام آباد د مینځګړو ته په دې اړه مستند شواهد هم وړاندې کړي دي.