د افغانستان د ښاریزو د ستنیدا لپاره تورخم سرحدي لاره پرانیستل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166630-د_افغانستان_د_ښاریزو_د_ستنیدا_لپاره_تورخم_سرحدي_لاره_پرانیستل_شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د افغانستان د غیر قانوني کډوالو خپل هیواد ته د ستنیدا لپاره تورخم سرحدي لاره نن پرانیستل شوه.
(last modified 2025-11-01T11:16:15+00:00 )
Nov 01, 2025 14:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ښاریزو د ستنیدا لپاره تورخم سرحدي لاره  پرانیستل شوه

زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د افغانستان د غیر قانوني کډوالو خپل هیواد ته د ستنیدا لپاره تورخم سرحدي لاره نن پرانیستل شوه.

د خیبر  سرحدي سیمې ډپټي کمشنر وویل  د افغانستان د غیر قانوني کډوالو خپل هیواد ته د ستنیدا لپاره د تورخم سرحدي لارې د پرانیستلو فیصله پرون وشوه.

خپل وطن افغانستان ته د ستنیدا  سلګونو افغانان د تورخم د امیګریشن دفتر ته رسیدلي دي.

هغه وویل د تورخم سرحدي لاره به د تجارت او د پلي تګ راتګ لپاره هماغه راز بنده وي.

د ویلو ده چې تیره میاشت د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د جنګونو او شخړو له کبله د تیرې اکتوبر میاشتې له یولسمې نیټې راهسې تراوسه پورې د تورخم سرحدي لاره تړل شوي ده.