پاکستان د افغانستان د بازار ۶۵سلنه برخه له لاسه ورکړې
Nov 13, 2025 05:36 Asia/Kabul
د تورخم لارې د یوې میاشتې تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادراتو او وارداتو ته شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالر او ۱۶.۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې واک ته د افغان طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان د افغانستان د بازار شاوخوا ۶۵ سلنه برخه ایران، منځنۍ اسیا، ترکیې او هند ته له لاسه ورکړې ده.
راپورونه زیاتوي، چې د تورخم لارې د پرلهپسې بندیدو او د ناوړه سوداګریز چاپېریال له امله لویو سوداګرو خپلې پانګې ایستلي او کوچني سوداګر یې له سخت مالي زیان او بېباورۍ سره مخ کړي دي.
ټیګونه