په پاکستان کې د قرآن کریم د قرائت نړیوالې سیالۍ پیل شوې
Nov 24, 2025 11:37 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د قرآن کریم د قرائت نړیوالې سیالۍ د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو د استازیو په ګډون او د ایران د یوه نړیوال قاري او داور په حضور سره، د پاکستان حکومت په کوربتوب په اسلامآباد کې پیل شوې.
دا سیالۍ د پاکستان د مذهبي چارو وزارت په نوښت له دوشنبې څخه د څلورو ورځو لپاره ترسره کیږي.
استاد غلامرضا شاهمیوه اصفهاني (نړیوال داور) او عدنان مومنین خمیسه (د ایران نړیوال قاري) په دې سیالیو کې د نورو اسلامي هېوادونو د استازیو تر څنګ ګډون لري.
سیالۍ په شپږو ډلو کې ترسره کیږي او په پای کې به له هرې ډلې دوه قاریان د راتلونکې مرحلې لپاره غوره شي.
نیمه پایلوبه به د پنجشنبې په ورځ د پنځو غوره شویو کسانو ترمنځ او پایلوبه به هم هماغه ورځ د درېیو پاتې کسانو ترمنځ ترسره شي.
ټیګونه