د پاکستان دفاع وزیر: له افغان طالبانو نورې هیلې نه شته؛ هغوی بې‌نظمه ډله» ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i167674-د_پاکستان_دفاع_وزیر_له_افغان_طالبانو_نورې_هیلې_نه_شته_هغوی_بې_نظمه_ډله_ده
خواجه آصف وویل چې هېواد یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو نورې هېڅ هیلې نه لري او هغوی یې «یوه ګډوډه ډله» وبلله.
(last modified 2025-11-25T23:39:18+00:00 )
Nov 26, 2025 04:06 Asia/Kabul
  • د پاکستان دفاع وزیر: له افغان طالبانو نورې هیلې نه شته؛ هغوی بې‌نظمه ډله» ده

خواجه آصف وویل چې هېواد یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو نورې هېڅ هیلې نه لري او هغوی یې «یوه ګډوډه ډله» وبلله.

خواجه اصف دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان په خوست، پکتیکا او کونړ ولایت د بریدونو غچ به په مناسب وخت کې واخلي. دا هوايي بریدونه یوه ورځ وروسته له دې وشول چې په پېښور کې د فدرال کانسټبلرۍ پر مرکزي دفتر ځانمرګي برید وشو او د پاکستاني چارواکو په وینا یوازې درې عسکر پکې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول. پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې حمله کوونکي د افغانستان ښاریز وو. خواجه اصف د طالبانو هغه تورونه رد کړل چې پاکستان په خوست، کونړ او پکتیکا کې بریدونه کړي او ملکي خلک یې وژلي. د پاکستان دفاع وزیر وویل چې پاکستان اوږده موده زغم وکړ او د مثبت تعامل هیله یې لرله، خو دا هیلې نورې پای ته رسېدلې دي. خواجه آصف زیاته کړه چې ترکیه، چین، قطر او نور ملګري هېوادونه په سیمه کې د سولې غوښتونکي دي، او که وضعیت سم شي نو ګټه به یې نه یوازې پاکستان بلکې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.

دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېرو دوو میاشتو سختې خرابې شوې دي.