د پاکستان په شمالي وزیرستان کې پر امنیتی مامورانوځان مرګی برید شوی
په راپور کې وئيل شوي د ي، د امنیتی مامورانو په موقعې په ځوابي ډزو کې دغه ځان مرګی او ورسره درې ملګری هلاک شوي او په دغې پیښې کې یو شمیر پوځي ماموران هم هم ټپیان شوي دي .
ایرناخبری اژآنس له اسلام اباده راپور ورکړی، د پاکستان خبرو سرچینو وئيلي دي ، یوه ځان مرګي ترهه ګر سره د څو ملګرو نن سهار د پاکستان دخیبر پختونخوا صوبې په شمالی وزیرستان بویه سیمې کې پر یوې پوځي برید کړی چې یو لړ تاوان ئې اړولی دی.
په راپور کې وئيل شوي د ي، د امنیتی مامورانو په موقعې په ځوابي ډزو کې دغه ځان مرګی او ورسره درې ملګری هلاک شوي او په دغې پیښې کې یو شمیر پوځي ماموران هم هم ټپیان شوي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان د کې پی کې په شمالی وزیرستان کې ددغه ځان مرګي برید پړه هم د پاکستان د تحریک طالبان په حافظ ګل بهادر څانګې په غاړه اخستې ده .
یو امنیتي چارواکي وئيلي دي ، چې ټولټال پنځه بریدګر پر دغه پوځي مرکز یرغل کړی ، چې یوه تن په ګاډي سره په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد سره د ګاډي پر پُستې جنګولی او نورو بریدګرو مرکز ته د ننوتلو هڅه کړې چې وئيل داخل شوي دی. خو و روستي ر اپورونه ښئ چې دغه بریګر سره د ځان مرګي په ټکه هلاک شوي او په دغې پيښې کې څو امنیتی ماموران ټپیان شوي هم دي.