د پاکستان په پېښور ښار کښې چاودنه رامنځته شوه
Jul 04, 2016 11:52 Asia/Kabul
د پاکستان د خېبر پختونخوا صوبې په مرکز پېښور کښې د یوې چاودنې له امله یو عامه کس مړ او درې ژوبل شول.
دشین هوا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان پولیسو وویل یوې ناپېژندل شوې وسله والې ډلې د پېښور ښار په یوه ګڼه ګوڼه محله کښې د یو لاسی بم په ویشتو سره یو عامه کس مړ او درې نور ژوبل شول.
د پاکستان پولیسو وویل له دغې پېښې وروسته پولیس ماموران ورسېدل خو د حملې د عاملانو په نیولو کښې کامیاب نه شول. کومې ډلې تر اوسه د دغې حملې ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې.