د پاکستان سیاستوالان وائي؛ اسلامي نړۍ باید د ایران تر څنګ ودرېږي
پارسټوډې – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې د مشر پشمول ددغه هیواد زیاتره سیاستوالانو، د ایران پر ضد د امریکا او اسراییلو ګواښونه وغندل او د اسلامي نړۍ له لوري ئې د اسلامي جمهوریت ایران د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا فضلالرحمان، د امریکا او اسراییلو د ګواښوونکو کړنو په غبرګون کې د ګډ دفاعي سنګر د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او وې ویل: اسلامي نړۍ باید په دې سخت پړاو کې د ایران تر څنګ ودرېږي.
د پارسټوډې د راپور له مخې، مولانافضلالرحمان په لاهور ښار کې په خپلو یو لړ څرګندونو کې وویل: اوس د پیاوړي اسلامي یووالي د نندارې وخت دی او مونږ ټول باید په یوه ګډ سنګر کې دغو ګواښونو ته ځواب ووایو.
هغه زیاته کړه: اسلامي نړۍ باید د یوه ګډ دفاعي تړون تر چتر لاندې سره راټوله شي.
په عین حال کې، د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراجالحق د ایران پر ضد د ټرمپ د ګواښوونکو څرګندونو په غندلو سره وویل: د ایران پر ضد د برید په اړه د امریکا د ولسمشر بېځایه خبرې ، د امریکایانو هماغه پخوانۍ دسیسه ښئي چې غواړي د نورو خپلواکو هېوادونو د تېلو زېرمې لوټ کړي.
هغه زیاته کړه: اوس وخت رارسیدلی چې ټول اسلامي هېوادونه د ورور هېواد ایران تر څنګ ودرېږي او دپاکستان پشمول مونږ ټول مسلمانان، باید د اوسني وضعیت په اړه هوښیار واوسو.
سراجالحق ټینګار وکړ: اسلامي نړۍ باید یوازې په سیاسي مانورو او لفظي غندنو بسنه ونه کړي، بلکې عملي اقدامات وکړي.
همدارنګه د پاکستان د پارلماني چارو پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند اوسنی پارلیمانی غړي، علي محمد خان هم وویل: مونږ د خپل ورور او اسلامي هېواد ایران تر څنګ د هر ډول بهرني یرغل او د پردیو له لوري د ملاتړ شوو دسیسو پر وړاندې درېږو.
هغه ټینګار وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت حاکمیت به په هېڅ صورت د معاملې وړ نه وي.
سیاسي شنونکی او د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمیشن پخوانی مشر مشاهد حسین سید، د اسلاماباد له جیو نیوز ټیلویژني چینل سره په مرکه کې وویل: امریکا باید پوهه شي چې ایران ونزوئلا نه دی، او د خلکو د پارولو او پر اسلامي جمهوریت د دباؤ د اچولو هڅې به له ماتې سره مخ شي.
هغه ټینګار وکړ: پاکستان باید د ایران د یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر څنګ ودرېږي، د هر ډول رژیم چینج یا پوځي انتخاب مخالفت وکړي او بهرنی لاسوهنه رد کړي.