پاکستان د بنګله دیش په ترهګره حمله کښې لاس نه لری
Jul 04, 2016 16:07 Asia/Kabul
پاکستان د بنګله دیش په ترهګره حمله کښې د اسلام آباد د لاس لرلو په هکله د ځینو هندی رسنیو ادعا رد کړه.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نن په ډاکه کښې په وروستۍ ترهګره حمله کښې د اسلام آباد د دخالت په هکله د هندی رسنیو لخوا مطرح شوې ادعاوې بې بنیاده او غرضی وبللې.
نفیس ذکریا ټینګار وکړ چې پاکستان ترهګری د هغه په هر شکل او ډول کښې په بشپړه توګه غندی.
هغه زیاته کړه: پاکستان د بنګله دیش په پلازمینه کښې له دغې ترهګرې حملې وروسته دا کار په کلکه وغنده او د دغه هیواد له حکومت او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږی هم اعلان کړه.