پاکستان د عربستان پرونیو چاودنو ته غبرګون وښود
د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر قومندان د جلاجلا پیغامونو په خپرولو سره په سعودی عربستان کښې بمی چاودنې وغندلې.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان وزیراعظم محمد نواز شریف په یو پیغام کښې د عربستان له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ په ښودلو سره ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ترهګرۍ له هرشکل او ډول سره په مبارزې باندې بشپړ ژمن دی.
د پاکستان د پوځ لوې درستیز جنرال راحیل شریف هم د دغو بریدونو په غندلو سره اعلان وکړ چې دغه هیواد به د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د ریاض د حکومت ترڅنګ ودریږی.
یاده دې وی چې بیګا ماښام د عربستان په مدینه منوره کښې مسجد نبوی ته څیرمه اوهمداشان د دغه هیواد د ختیځ په قطیف ښار کښې په یو جومات کښې په دوو جلاجلا بمی چاودنو کښې څلور امنیتی ځواکونه وژل شوی او پنځه نور زخمی شول.
د دغو بریدونو پړه تراوسه چا نه ده منلې.